هرات او ننګرهار کې څلور تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق او ساتنې په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ هرات: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو قاچاقبرانو څخه یو میل پیکا، یو میل ماشین‌لرونکې ار.پي.کا، یو عراده موټرسایکل او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د ګوشتې ولسوالۍ په “ماماخېل” کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې د یوه کور د تلاشۍ په پایله کې یو اندازه بېلابېل ډوله مهمات ترلاسه شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments