هرات او فاریاب کې شپږ تنه د غلا او وژنې په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات او فاریاب ولایتونو پولیسو شپږ تنه د غلا او وژنې په تړاو نیولي دي.
پولیسو د هرات ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمو کې یو کس نیولی، چې غوښتل یې یو عراده موټرسایکل غلا کړي.
د فاریاب ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو متکرر مجرم او یو غل چې د غلا په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود، له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیولي دي.
همداراز د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار د درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو درې تنه د وژنې په تړاو نیول شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments