هرات اوسېدونکې اوربند غواړي

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات سلګونه اوسېدونکو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو تیره ورځ یوه غونډه وکړ.
په‎ غونډه کې چې د سلګونو عامه خلکو سر بیره دیني عالمانو او مدنی تولنې فعالان هم شامل وو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او خوشبیني یې څرګنده کړه چې د سولې لپاره هڅې به بریالۍ شي.
دوی د حکومت او طالبانو څخه غوښتل چې اوربند ته غاړه کیږدي.
دا په داسي حال کې دی چې د هرات شل تنه داسې ځوانان چې په جګړه کې معلول شوي د سولې حرکت پېل کړي او په خپلو ويلچېرونو کې کابل ته روان شوي دي.
امیر حسین سلجوقی

Comments