هرات:۱۹سوه کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات پولیسو تیرو اتو میاشتو کې نولس سوه کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د هرات امنیه قومنداني وايي، نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي چې بیلابیل جرمونه یې درلودل.

د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل وايې، دا شمېره کسان د هرات ښار او ولسوالیو کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال نیول شوي .

په ورته وخت کې د هرات ولایتي شورا له امنیتي مسؤولینو غواړي چې د جنايې مجرمینو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

هرات کې د مجرمینو پروړاندې د پولیسو جدیت د دې لامل شوی چې جنایي جرمونو پېښې هم کمې شوي دی.

امیر حسین سلجوقي

Comments