هالنډ کې دوه تنه په چاقو وهل شوي

comments 0

هندوکش – هالند: په هالند کې تېره ورځ یو افغان مسلمان ځوان دوه تنه د چاقو په ګوزار ټپیان کړل.
د هالنډ پولیسو ویلي، دغه نولس کلن افغان ځوان چې د جرمني اقامه لري، تېره ورځ په امستردام ښار کې دوه کسان په چاقو ټپیان کړل.
پولیس وایي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او د برید هر اړخیزه څېړنه به وکړي.
دغه برید داسې مهال کېږي، چې د هالند مخالف ګوند هوډ درلود چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارټونونو ننداره جوړه کړي، چې د نړۍ په کچه له سخت غبرګونونو سره مخ شول.
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته منسوب د کارټونونو نندارتون له مسلمانانو څخه په ویرې، لغوه شو.
محمد حنیف بیدار

Comments