هالند د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش – هالند: هالند د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
تیره ورځ د هالند دفاع وزیرې انا تیو دورا له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
د هالند دفاع وزیرې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي.
هغې په امنیتي سکتور کې د افغان حکومت اصلاحات، د سولې او ښځو برخه کې هڅې او پرمختګ ستایلی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغانانو سره همکار دی.
ولسمشر غني په بنسټیزو برخو او افغان ځواکونو ته د روزنې برخه کې د هالند هېواد له مرستو مننه کړې او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی.
محمد امان دوران

Comments