هاشمي: که بودجه برابره شي، د نوم لیکنې موده غځوي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي وایي، د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه ځکه کم رنګه ده چې خلکو ته پوره عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او د امنیت له اړخه ډاډمن نه دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د نوم لیکنې پروسې موده په دې شرط غځوي چې بودیجه پیداکړي او امنیتي ځواکونه د امنیت ډاډ ورکړي.
د هاشمي په خبره، د دوی ډلې اوس د هېواد په بیلابیلو برخو کې نوم لیکنه کوي او که اړتیا شي له ټاکلې مودې به نوم لیکنه وغځوي او بودجه به ورته پيدا کړي.
له دې سره داسې انديښنې دي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې زیات مرکزونه ښوونځیو کې جوړ شوي چې ځینې ماشومان یې درسونو ګرځولي دي.
ځینې کورنۍ او زده کوونکي اندېښمن دي، چې ګنې په ښوونځیو کې د نوم لیکنې مرکزونو يې ښوونځي او ژوند له ګواښ سره مخ کړي دي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیرحقمل وایي، په ښوونځیو کې د نوم لیکنو مرکزونو د ښوونځیو نظم ګډ وډ کړی او په تدریس یې ناسم اغیز کړی.
خو د کورنیو چارو وزارت ډاډه دی چې د مرکزونو تر څنګ د ښوونځیو امنیت هم ساتي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments