نیکولسن: طالبان په مشورو بوخت دي

comments 0

هندوکش – کابل: طالبان د پردې تر شا له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره په خبرو بوخت دي.
افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن بروکسل کې د خبرو په مهال ویلي، طالبان سولې ته لېواله دي او د پردې تر شا له ځايي افغان چارواکو او قومي مشرانو سره په خبرو بوخت دي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې د جګړې په ډګر کې د امریکا د نوې تګلارې له مخې طالبان او نورې ترهګرې ډلې تر فشار لاندې دي او دغه فشار به دوامداره وي.
نوموړي یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
دغه امریکايي جنرال د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د افغانستان په درېیو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او جوزجان کې داعش ډله فعالیت کوي، خو په دې وروستیو کې تر سخت فشار لاندې ده. نیکولسن ټینګار کړی، چې پر داعش، طالبان او د طالبانو پر مالي سرچینو به ددوی بریدونه دوام ولري..
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments