نیکولسن: طالبانو افغان حکومت سره اوربند لپاره خبرې پیل کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: یوې خبري غوندي ته په وینا په افغانستان که د غوڅ ملاتړ عموي قوماندان وویل چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په اړه پټې خبرې پیل شوي دي.
دګر جنرال جان نیکولس چې پنټاګون کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، «حاضردمه ډېر دیپلوماتیک فعالیتونه او خبرې اترې روانې دي، دا خبرې او فعالیتونه په بېلابېلو کچو دي.»
که څه هم نوموړي ډیر جزیات ورنکړل، خو ویې ویل چې د طالبانو د منځوۍ کچې او لوړې کچې مشران په خبرو کې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني سږ کال د فبرورۍ په لومړیو کې طالبانو ته د سولې لپاره ګڼ وړاندیزونه وکړل.
د یادونې وړه ده چې د ولسمشر غني له وړاندیزونو وروسته ډېرو باور درلود چې نور طالبانو ته د جګړې د دوام هیڅ توجیه نه ده پاتې شوې ځکه چې د ده په وړاندیزونو کې له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو او په اساسي قانون کې د بدلون په شمول د طالبانو پر ټولو غوښتنو خبرو ته ځای پرېښودل شوی دی.
فکور نعیمي

Comments