نیکولسن: د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ کوو

comments 0

هندوکش – کابل: د غزني ښار د دفاع لپاره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکوو.
افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکولسن وايي، افغان ځواکونو په بریالیتوب سره له غزني ښاره دفاع کړې او د وسله والو برید یې دفع کړی دی.
نېکولسن زیاتوي، غزني کې د وسله والو د بریدونو خلاف مو په هوايي او نورو برخو کې له افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.
نېکولسن ټینګار کوي چې له غزني ښار سربېره به په نورو هغو سیمو کې هم له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي چې د وسله والو تر برید لاندې راځي.
وسله والو وړمه ورځ سهار وختي له څو خواوو پر غزني ښار بریدونه پیل کړي چې ګڼې دولتي ودانۍ یې سوځولي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments