نیکولسن: افغانستان کې ماتې نه منو

comments 0

هندوکش _ کابل:افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وایي، امریکا په افغانستان کې په هیڅ ډول ناکامي نه مني.

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن وایي، جګړه کې پرمخ پروړاندې ځي، تر څو یې چې ګټلې نه وي.

هغه د طالبانو شرایطو ته په اشارې ویلي چې تر هغې به بهرني ځواکونه افغانستان کې وي تر څو چې افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ وي.

جنرال جان نېکلس د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې تبادله شوي وړاندیزونه د غوڅ ملاتړ ماموریت له لویو اهدافو ګڼي چې جګړه ورسره کابو کیدای شي.

جان نیکولسن دا څرګندونې په کابل کې هغې غونډې کې وکړې چې د افغان او بهرنیو سرتېرو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه.

هاخوا د ناټو سرمنشي تازه ویلي که اړتیا وي یو ځل بیا چمتو دي چې په افغانستان کې جنګي ماموریت ته را وګرځي.

Comments