نیپال کې د الوتکې نسکوریدو له امله 49 کسان وژل شوي دي

comments 0

4 Views

هندوکش – نیپال: د نیپال ملي تلویزیون نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د نیپال په پلازمېنه کاتماندو کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له کبله ۴۹ تنه وژل شوي دي
د یادي تلویزیوني شبکې په خبر کې ویل شوي د دې پېښې ۲۲ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیایي حالت خراب د اندیښنې وړ دې؟
الوتکه چې پکې ۶۷ مسافر او څلور تنه خدمه سپاره وول، د دوشنبې په ورځ د کاتماندو په نړیوال هوایي ډګر کې د کېناستلو پرمهال لوېدلې او بیا یې اور واخیست
ددې پېښې له کبله، د کاتماندو هوایي ډګر تړلی دی او الوتنې یې یا ځنډول شوي او یا نورو هوایي ډګرونو ته راجع شوې دي .
تر اوسه د الوتکې د سقوط دلیل معلوم نه دی، خو د نیپال صدراعظم د دې پېښې په اړه د بېړنیو تحقیقاتو ژمنه کړې ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments