نیویارک ټایمز ورځپاڼه: افغانستان کې د امریکایي سرتیرو ډیرول مثبت تغیر نه شي راوستلې

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلې چې افغانستان ته د سرتیرو ډیرول کومه مثبته پایله نلري.
ورځپاڼې دامریکا دفاع وزیر جیمز مټیس دغه پریکړه د وخت ضایع کول بللي او ویلي دي چې د ښاغلي تړمپ ادارې ته پکاره ده چې افغانستان کې میشت وسله والو سره د سولې لار خپله کړي.
ویل کیږي تردې وړاندې د بارک اوباما د واکمنې پرمهال هم طالبانو سره د سولې خبرې اترې ډیرې شوي ول خو دا چې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت نیټه افغانستان کې مخ په ختمیدو وه بې نتیجې پایته ورسید.
دې ورځپاڼې په باور اوس ټرمپ ته په کار ده، چې دلته د روانو جګړو د پای ته رسولو او میلیاردونو ډالرو د لګولو پر ځای له طالبانو سره خبرې وکړي او د افغان پوځ پر پياوړتیا پانګونه وکړي. ورځپاڼې ویلي، چې د سرتېرو په ډېرولو او جګړو روان بحران نه ختمېږي بلکې معقولې حل لارې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړو هیوادونو د ناتو په سرمشریزه ناسته کې ویلي وو چې افغانستان ته به اضافي سرتیري استوي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply