نیویارک ټایمز: د دونالډ ټرامپ د افغانستان طبيعي زیرمو ته سترګې پټې کړي سترګې

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد تړمپ چې افغانستان په اړه یې تر اوسه خپله تګلاره نه ده څرګنده کړې په دې هڅه کې ده چې تګلارې په اړه هر اړخیز او معقول معلومات غونډ کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې نه په خپور شوي لیکنې کې راغلي چې: دونالد ټرمپ سترګې د افغانستان طبعي زېرمو نيولي او شونې ده، چې د دغو زېرمو له امله افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي.
لیکنې کې راغلي، چې امريکايي چارواکو په ۲۰۱۰ کې د افغانستان طبعي زېرمې له يو ټريليون ډالرو زياتې بللې وې او دا هغه شمېر دی، چې په دې وروستيو کې د ټرمپ فکر ور اوښتی دی.
شته سیاسي ستونزې ددې لامل شوي چې افغانستان کې پر طبیعې زیرمو موثر کار ترسره نشي او له همدې امله پخوانې ولسمشر (حامد کرزی) هم دغې موضوعا پروړاندې اقدام نه وو کړې.
ورځپاڼه لیکې، چې ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني سره د کانونو د کيندلو په موضوع خبرې کړي او افغان حکومت ولسمشر ټرمپ ته وړانديز کړی، چې امريکايي کمپنۍ دې دغه کانونه وکيندي.
ورځپاڼه زياتوي، چې ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې په دې اړه خپل ځانګړی استازی افغانستان ته ولېږي، چې افغان چارواکو سره د کانونو په موضع مخامخ خبرې وکړي.
د ورځپاڼې په حواله : ډاینا کورپ انټرنېشنل پوځي شرکت به د دغو زېرمو په تړون کې ځانګړی رول ولري، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه تړونونه به تر کومه عملي رنګ واخلي؛ ځکه چې افغانستان کې اوسنې حالات او طالبانو تر ولکې لاندې ځينې طبیعې زیرمې د طبیعي زیرمو کیندلو مخنیوې کوي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply