نیویارک ټایمز: امریکا طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالې ښودلې

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا معتبره ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د ټرمپ ادارې خپلو لوړ پوړو دیپلوماتانو ته دنده سپارې، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره زمینه برابره کړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر پر بنسټ څو افغان او امریکايي چارواکو تاییده کړې او ویلي چې، له دې اقدام څخه ښکاري، چې د افغانستان په اړه د امریکا په سیات کې ژور بدلون راغلی دی.
دغه ورځپاڼې زیاته کړې افغان او امریکايي چارواکي اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي د طالبانو پرمختګونو په مخنیوي کې کارنده نه ده او دغه راز د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه هم ناکامه ښکاري.
نیویارک ټایمز ویلي که څه هم د دغه مخامخ خبرو د ترسره کېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې او ښايي دا موضوع له خپلې لارې ووزي، خو د خبرو له پاره د امریکا متحده ایالاتو لېوالتیا ښيي، چې د ټرمپ اداره د افغانستان د بن بست د ماتلولو له پاره بېړه لري.
دغه ورځپانې افغانستان او پاکستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه سفرونه هم د له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره د زمینې برابرولو له پاره تر سره شوي دي.
فکور نعیمي

Comments