نیوزلند خپل ماموریت وغځو

comments 0

هندوکش – کابل: نیوزلند افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت نور هم وغځاوه.
د نیوزلند لومړي وزیر، جکیندا اردیم اعلان کړی چې هېواد یې په افغانستان او عراق کې د ځواکونو روزنې ماموریت د ۲۰۱۹ سپټمبر او نومبر میاشتې پورې غځوي.
اردیم همداراز اعلان کړی چې د خپل ځواکونو شمېر له ۱۴۳ څخه ۱۲۰ ته په روان کال کې راکموي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې هوډمن دی او خپل ماموریت ته به دوام ورکړي.
اردیم ویلي چې داعش ډله لا هم ګواښ دی او اړتیا ده چې پر وړاندې یې مبارزه زیاته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments