نیم طالبان له نیمو نورو سره !؟ غازي ځدران

comments 0

په دې وروستیو کې د سولې لپاره د افغان حکومت اراده او پر طالبانو د جګړې او هوایي بریدونو فشار د دې لامل شوی چې د طالبانو نیمایي برخې د سولې خبرو پرته بله لار نه د اوسنۍ جګړې لپاره نه بولي، خو نیم نور طالبان چې د ای ایس ای تر مستقیم امر لاندې دي د سولې له خبرو تېښته او په جګړه ټینګار کوي.

  • نیم طالبان چې جګړه نه غواړي

د طالبانو زیاتې اصلي او فرعي ډلو اوس درک کړې چې د افغانستان د جګړې حل په جګړه کې نه دی او څومره چې جګړه اوږدیږي، دومره د دوی اصلي څېره ښکاره کیږي او په ولسونو کې منفور کیږي.

دا نیمه ډله طالبان وروسته له هغې د سولې په خبرو ټینګار کوي او د جګړې د بس غوښتنه کوي چې پر طالبانو هوایي بریدونه او عملیات زیات شول او طالبانو یې په مقابل کې ډله ییزې ملکي وژنې وکړې، لوی ځانمرګي بریدونه یې وکړل چې د ملکي تلفاتو شمېر پکې لوړ و، د طالبانو همدې تکتیک ځینې ډلې په طالبانو نورې هم شکمنې کړې چې د پردیو د ګټو لپاره خپل افغانان وژني.

د طالبانو نیمه ډله چې د سولې پروسې ته یې لیوالتیا ښودلې، په وروستیو بریدونو کې یې زیات ملګري له لاسه ورکړي او باور لري چې که دا وضعیت دوام وکړي، یو کال وروسته به یې د ملګرو په ګډون دوی هم نه وي، نه به یې قبر مالوم وي، نه به یې څوک په جنازه کې وي او نه به یې څوک د دعا لپآره لاس پورته کړي.

د دې ډلې یو بله انديښنه دا ده چې د طالبانو لیکو ته د خلکو جذب کم شوی او اوس د پخوا په څېر نه توانیږي چې په څو بیانونو او یا تبلیغاتو ځوانان د جګړې لیکو ته جذب کړي.

بله لویه انديښنه چې د طالبانو سولې پلوه ډله یې لري، هغه دا ده چې د نړیوالو ځواکونو پوځي حضور په جګړې پورې تړلی او تر هغې چې طالبانو جګړه کوي، دا د نړیوالو د پاتې کیدو لپاره افغانستان کې پلمه ده او هوایي بریدونو ته به دوام ورکوي چې په ځینو بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل کیږي.

بله انديښنه دا ده چې د طالبانو د جګړې تمرکز په کلیو کې دی او زیاتو ډلو اوس درک کړې چې د جګړو له کبله یې زیات خلک کډه کولو ته اړ ویستلي او زیات نور چې د جګړې په کرښه کې پاتې دي، په رواني ناروغیو اخته دي.

(۲)نیم طالبان چې سوله نه غواړي

د طالبانو د مشر په ګډون نیمايي طالبان بیا له سولې تېښته کوي او په جګړې تمرکز لري،

دا ډله طالبان د ای ایس ای، ایران او مسکو تر مستقیمې قومندې لاندې دي او د سولې خبرې د تسلمیدو په مانا بولي، دا ډلې باور لري، که یې د سولې خبرو ته لیوالتیا وښوده بهرني استخبارات چې دوی یې د ګټو لپاره کار کوي، یوه ورځ هم ژوندي نه پریږدي.

دا ډلې طالبان د سولې په خبرو ځکه باور نه لري چې کلونه جګړه یې کړې او اوس ورته د سولې پروسې سره یو ځای کیدل خجالت ښکاري.

دا ډله طالبان په خپل واک کې نه دي او د جګړې او سولې لپاره ټولې قومندې یې له بهرنیو استخباراتو سره دي او هیڅ پریکړه د هغوی له اجازې پرته نه شي کولای.

دې ډله طالبانو د بهرنیو ځواکونو حضور پلمه کړی او نورو ملګرو ته وايي کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل، بیا د سولې خبرې کوي، خو په اصل کې دا ډلې په دې هڅه کې دي چې د سولې خبرې د دوی د بادارانو په منځګړتوب وشي چې باداران یې پکې امتیاز واخلي.

دا ډلې په جګړه ځکه ټینګار کوي چې د جګړې له درکه زیات عواید په لاس راوړي، لکه د کانونو ناقانونه کیندنه او قاچاق، د نشه يي توکو کښت او قاچاق، د عشر او زکات په نوم له خلکو د پيسو اخیستل، له سوداګرو باج او مالیه اخیستنه، عامه شتمنیو لوټ تالان او ځینې نورو ناقانونه او نامشروع لارو پيسې په لاس راوړي چې مافیايي بانډونه چې نړیوال هم ورسره شریک دي.

خو اوس د سولې په تړاو د افغان حکومت له دریځه ښکاري چې طالبانو ته د جګړې پلمه نه ده پاتې، یا به سوله کوي او یا به وژل کیږي، نړیواله ټولنه هم په همدې ټینګار کوي، په دریځ کې یې بدلون راوستی او په ګډه هوکړه شوې چې طالبان دې یا سوله وکړي او یا دې ووژل شي.

نو طالبانو کې خوش قسمته ډلې به هغه وي چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او بد قسمته چې د پردیو لپاره پردي لاودونه جنګوي، حتما وژل کیږي، خو څو مخکې او څوک وروسته.

Comments

Leave a Reply