نیمروز کې مېرمنو لپاره ۲۵وړې شنې خونې جوړیږي

comments 0

هندوکش ـ نیمروز: د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید په پار د نیمروز ولایت یوشمېر مېرمنو ته ۲۵ وړې شنې خونې جوړوي.
دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د پراختیا یي بودیجې له لارې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج او د دې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې ۲۵ مېرمنو ته جوړیږي.
د یادو شنوخونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.
له څو کلونو را په دې خوا په نیمروز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا د وړو شنوخونو د وېش لړۍ پیل شوې د ه، چې ښې پایلې لري.
یو شمېر هغو مېرمنو، چې په تېروکلونو کې یې شنې خونې تر لاسه کړي دي وایي؛ د ژمي په موسم کې چې په بازار کې سابه او ترکاری نه وي د خپلو کورنیو د اړتیا وړ سابه او ترکاري له خپلو شنوخونو څخه تر لاسه کوي او یوه برخه یې په بازار کې هم خرڅوي او دکور لګښتونه پرې پوره کوي.
له کومه ځایه چې سابه د سالمې تغذیې ډېره مهمه سرچینه ده، د کرنې وزارت د کورنیو د سالمې تغذیې په پار او مېرمنو لپاره د دندې ایجادولو په موخه هر کال په ټول هېواد کې مېرمنو ته سلګونه وړې او لویې شنې خونې جوړوي.
امیرحسین سلجوقي

Comments