نیمروز کې د دوه اعشاریه اته میلیونو ډالرو په ارزښت د تیلو تصفیه خانه جوړه شوه

comments 0

84 Views

هندوکش – نیمروز: د نیمروز سیمه ییز چارواکي وایي چې یاد ولایت کې دوو سوداګرو د تېلو تصفیه خونه جوړه کړې او پرهغې یې دوه اعشاریه اته میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
د نیمروز والي د سوداګرو اقدام وستایه او زیاته یې کړه چې، “یوه کوچنۍ تصفیه خانه جوړه شوې، اومه تېل راځي او دلته تصفیه کېږي، معیارونه ورته ټاکل شوي، لابراتوارونه لري او تصفیه شوي تېل بازار ته وړاندې کوي، کارونه یې معیاري دي.”
د چارواکو په وینا،د نیمروز په دې نوې جوړې شوې تصفیه خونه کې به هره ورځ تر یولسو ټانکرو پورې اومه تېل تصفیه شي.
د نیمروز د والي په وینا، د دې ډول کارخانو جوړول د چاپېریال لپاره ډېرې اغېزناکې دي او په عین وخت کې تر ډېره حده د وسایطو د ماشینونو د له منځه تلو مخه نیسي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments