نږدې ۱۵ زره وسله وال د طالبانو په ملاتړ او افغان ځواکونو سره د جګړې له پاره افغانستان ته را روان دي

comments 0

هدوکش_کابل:د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له یوې بهرنۍ رسنۍ سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان له مدرسو څخه نږدې ۱۵ زره وسله وال د طالبانو په ملاتړ او افغان ځواکونو سره د جګړې له پاره افغانستان ته را روان دي. محب ویلي چې، دا اورپکي له هغو ۱۰ زره طالبانو څخه جلا دي چې لدې وړاندې افغانستان ته راغلي ؤ.
نوموړي زیاته کړې چې، پاکستان له افغان طالبانو پوځي، مالي او عاطفي ملاتړ کوي او طالبان پر القاعده سربېره له ټولو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې پالي.

عبید رادپور

Comments