نړۍ اوربند وکړ، طالبانو د جګړې خبرداری ورکړی/ سید عبدالله پاچا

comments 0

افغانستان هغه هېواد دی چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، زیات خلک به د کرونا له کبله پکې زیانمن شي.
لامل دا دی چې دا هېواد په ځان بسیا نه دی او هره برخه کې وارداتو ته اړتیا لري، نو کله چې د کرونا ګواښ جدي کیږي، همغومره د افغانستان وضعیت ورسره خرابیږي.
که ګاونډي هېوادونه د کرونا له ډاره ټولې لارې افغانستان سره وتړي، دا ښکاره ده چې افغانان به له سخت مشکل سره مخ شي.
ممکن افغانان له ډير مشکل سره نه وی مخ شوی، خو دا چې له کرونا سره په مبارزه کې یو ځای ترهګرو سره هم افغانان په مبارزه بوخت دي، له کرونا سره مبارزه یې سخته کړې او محدوده کړې ده.
تاسو وګورئ، هغوی سیمو کې چې طالبانو فعالیت لري او یا بم ایښودلو او برید کولو چانس لري، هلته د کرونا پرضد د چمتووالي خدمات نشته.
دا له دې کبله نه دي چې ګنې حکومت پاملرنه نه کوي، له کبله دي چې طالب ترهګر اجازه نه ورکوي او هر ځای چې یو سرتيری او دولتي کارمند وګوري، زندان ته یې اچوي او یا یې وژنی.
تاسو ولیدل چې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته ملکی دولتي مامورین نیولي او اوس خوشې کړل چې ګنې دا دوی زر بندیانو یوه برخه ده.
افغانان له ډير پست دښمن سره مخ دي، نه پولیو رضاکار پریږدي چې واکسین وکړي، نه د کرونا وایروس پرضد د خدماتو کارکوونکو ته اجازه ورکوي.
طالب د افغان وژني وسیله ده او همدا طالب ته فرصت دی چې د کرونا وبا باندې زیات افغانان مړه شي.
د طالب پرې څه ځي، مشران یې قطر هېواد کې کرنتین دي، ښه مفشن او ارام ژوند لري، دلته یې څو د جنت په لمسون مست لیوني د جګړې لپاره خوشې کړي او ورته یې ویلي چې که دولتی ځواکونو وویشتلې هم شهید یې او که کرونا مړ کړې هم شهید یې،
همدا اوس طالبان بیلابیلو ولایتونو کې عامو خلکو ته تبلیغات کوي چې کرونا د دښمن تبلیغات دي او باید خلک ترې و نه ډار شي.
دغه راز خپلو وسله والو او عامو خلکو ته وایي چې کرونا باندې مړ شهید دی او د کرونا لپاره له کورونو نه وتل د کفارو دسیسه ده.
دا په لوی لاس عام وژنه ده چې طالب یې ترسره کوي.
که طالب کې لږ رحم وی، نو لږ تر لږه له کرونا سره د مبارزې په خاطر یې باید اوربند کړی وی.
اوربند د ټولو افغانانو ارمان دی او دا یې ښه موقع وه چې اوربند شوی وی، له یوې خوا به د روغتیا وزارت کارکوونکو ډاډه خد مات وړاندې کړی او له بلې خوا به د کرونا پرضد مبارزه کې ګواښونه او ډار له منځه تللی وی چې روغتیایي او نور کارکوونکي یې له طالبانو لري.

Comments