نړیوال بانګ افغان حکومت سره 350 ملیونه ډالره وړیا مرسته کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: نړیوال بانګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تاکل شوې افغان حکومت سره 350 ملیونه ډالذه وړیا مرسته ترسره کړي.
د نړیوال بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د ماليې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم جوهدري، نن د اصلاحاتو له پروسې څخه د ملاتړ په موخه د ۳۵۰ میلیونه ډالرو وړیا مرستې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اصلاحات داسې طرحه او پلان شوي، چې د خدمتونو وړاندې کولو په کړنچاره او څرنګوالي کې د دولت
د نړیوال بانک د خبرپاڼې له مخې، په وړیا مالي مرستو کې ۳۰۰ ميليونه ډالره وړیا مرسته د ملي بوديجې د هڅونې پروګرام د ملاتړ لپاره، (د پرمختيايي پاليسۍ وړیا مرسته) له دې څخه ٩٠ ميليونه ډالره يې د نړيوال پرمختيايي ادارې، د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د مالي سرچينو څانګه، او ٢١٠ ميليونه ډالره د افغانستان د بيارغونې له صندوق څخه چې د نړيوال بانک لخوا د ٣٤ تمويلوونکو په استازيتوب مديريت کېږي، ورکړل شوي دي.
د دغه پروګرام موخه د لوی اقتصاد لپاره د پایښت لرونکي چاپېریال او شرایطو خوندي کولو، د خصوصي سکتور له پانګونې د ملاتړ په موخه د جامع او اساسي اصلاحاتو د پالیسۍ تطبیق او تدوین، اقتصادي ودې، د بی وزلۍ کمولو او د عامه مالي مدیریت ښه والي په برخو کې د دولت د هڅو د دوام ملاتړ په خاطر د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرول دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نړیوال بانګ افغان حکومت سره خپلو مرستو ته زور ورکړې او د یاد بانګ چارواکو ویلي چې افغان حکومت سره د یاد بانګ مرستې تلپاتي دي.
فکور نعیمي

Comments