نړیوال بانک د افغان حکومت حساب ته ۱۸۰ مېلیونه ډالر ولېږل

comments 0

هندوکش ـ کابل: د مالیې وزارت چارواکي وايي، نړیوال بانک ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالر د افغانستان حکومت حساب ته لېږدولي دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده اندازه پیسې د ليندۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه لېږدول شوي دي.
د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان ته د يادو پیسو هوکړه د روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په نومبر کې شوې وه، خو د ځينو تخنیکي ستونزو له کبله یاده پروسه ځنډنۍ شوه.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز دا هم ویل شوي چې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه د نړیوال بانک او د افغانستان بانک په ګډه همکارۍ حل شوې او په ترڅ کې یې یاد مقدار پیسي د افغانستان حکومت حساب ته په رسمي ډول لېږدول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments