نړیوال بانک: افغانستان کې د ځینو پروژو پیسې کرونا ضد مبارزې ته لېږدوو

comments 0

هندوکش ــ کابل: نړیوال بانک وایي په افغانستان کې د خپلو ځینو پروژو پیسې د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته لېږدوي. افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کرالي د ماليې له سرپرست وزیر سره پر بېلو مواردو خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي چې افغانستان اوس تر هر څه وړاندې له کرونا سره د مبارزې لپاره مرستو ته اړتیا لري او نړیوال بانک تیار دی چې مرستو ته ادامه ورکړي. کرالي همدا راز ویلي چې دوی سل میلیونه ډالر افغانستان ته ورکړي دي، چې تدارکاتي چارې به یې اسانه شي او همدا راز به د ځينو پروژو پیسې هم له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شي.
د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم د نړیوال بانک له مرستو مننه کړې ده او په خبره یې دوی په دې لټه کې دي چې د کرونا وبا د پرمختګ مخنیوی وکړي او په دې برخه کې همکاریو او مرستو ته اړتیا لري.
عبید رادپور

Comments