نيول شوي پاکستاني سرتیري بیرته اسلام اباد ته سپارل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندهار: په کندهار کې پر افغان خاوره د تیري پر مهال د پاکستان یرغلګر سرتیري ژوندي نيول شوي وو.
ياد سرتیري د رسمي مراسمو په لړ کې پاکستاني لوري ته سپارل شوي دي.
په سپين بولدک کې افغان کميسار محمد شریف غرزي رسنیو ته ويلي دي دي چې دا کار يي د ښه نيت په خاطر کړی دی.
ياده دې وي چې دوه ورځې مخکې په چمن کې هم پاکستان دوه افغان سرتیري افغانستان ته سپارلي وو.
باید وويل شي چې په وروستیو کې پر افغان خاوره د پاکستان تیري ډير شوي دي چې افغان سرتیرو غوڅ ځواب ورکړی دی چې له امله يي يو شمېر پاکستاني سرتیري وژل شوي او يو شمېر ژوندي نيول شويدي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments