نوی کال د پوهنې کال دی / عبدالمنان توحید یار

comments 0

ولسمشر محمد اشرف غني چې په سړو سیمو کې یې د ښوونځي زنګ وواهه، ورسره سم یې ۱۳۹۷ کال د پوهنې کال یاد کړ چې په دې کال کې به پوهنه په لومړیتوب کې وي او مسوولې ادارې به په ګډه کار وکړي چې د پوهنې په بهیر کې ننګونې له منځه یوسي او پرمختګونو ته لا ډيره زمینه برابره کړي.
د ولسمشر غني لومړنۍ ژمنه دا وه چې سږ کال به شپږ زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي او ښوونکو ته به ځانګړې پاملرنه کیږي چې څنګه کیدای شي زده کوونکي لا ښه وروزي.
د پوهنې په برخه کې ننګونې
لیرې پرتو سیمو کې ډیری ښوونځي وداني نه لري چې زده کوونکي یې په باد او باران کې رخصت وي او د زده کړو لپاره داسې سرپنا نه لري چې د طبعیت په هر حالت کې پکې زده کړې وکړي.
لیرې پرتو سیمو کې یوه بله ننګونه جګړه ده چې ورسره سم ځینې ښوونځي د ناامنیو او ویرې له کبله تړل شوي او ځینې نورو ته طالبان اجازه نه ورکوي چې ماشومان زده کړې وکړي، داسې سیمې هم شته چې ښوونځیو کې طالبانو مرکزونه جوړ کړي او زده کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته ورشي.
د پوهنې په برخه کې بله لویه ننګونه د تدریسي موادو ده چې یا ښوونځیو ته نه رسیږي او یا د غلا او فساد له کبله مواد حیف و میل کیږي او ښوونځیو او زده کوونکو ته نه رسیږي چې بیا یې د کال په اوږدو کې د زده کړو لپاره استفاده کړي.
ځینو ښوونځي بیا د ښوونکو له کمښت سره مخ دي او ځینو سیمو کې د عامه پوهاوي د کموالي له کبله کورنۍ ماشومان زده کړو ته نه پریږدي چې د بې سوادۍ کچه ورسره لوړیږي.
د پوهنې په برخه کې لومړیتوبونه
سږ کال حکومت ژمن دی چې شپږ زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي چې ورسره به میلیونونه ماشومان سرپنا پیدا کړي او هغه مشکلات به راکم شي چې د پوهنې برخه یې له ننګونو سره مخ کړې.
دولت دغه راز سږ کال شل زره ښوونکي د ښوونځیو لپاره نوي استخداموي چې په دې سره به د ښوونکو د کمښت ستونزه راکمه شي او یا به بیخي له منځه لاړه شي.
د درسي موادو په برخه کې ولسمشر غني د ښوونیز کال په پرانیسته کې ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت کې به واړه سیاستونه له منځه یوسي چې تفرقې او ناانډولۍ ته یې زمینه برابره کړې.
اوس چې نږدې یو میلیون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي، حکومت ژمنه کړې چې زر ښوونځي به پرانیزي او د نورو ښوونځیو د پرانیستو لپاره به په ټول توان کار وکړي چې د جرګو مرکو، عامه پوهاوي او یا زور له لارې ښوونځي پرانیزي چې ماشومان زده کړې وکړي.
ولسمشر غني سږ کال ځکه د پوهنې په نوم ونومو چې د جګړې او نورو ټولنیزو ناخوالو عمده لامل بې سوادي ده او کله چې زده کړې عام شي، بیا د جګړې لپاره استخدام کمیږی او په اسانۍ سره څوک له ځوانانو ناسمه ګټنه نه شي کولای.
ولسمشر غني به د سږ کال په اوږدو کې هره میاشت د وزیرانو عالي شورا کې د پوهنې د ننګونو د له منځه وړلو او پوهنې په برخه کې په پرمختګونو باندې خبرې کوي او د حل لارې چارې به لټوي.

Comments