نوي ارچي کانال دوهمې برخې د جوړولو چارې بشپړې شوې

comments 0

هندوکش_کندز:په کندز ولایت کې د «نوي ارچي کانال» د دوهمې برخې د جوړولو عملي چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې دي.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک پرون په دې اړه هندوکش ته وویل: “دغه کانال د اوبو د مدیریت، د ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه جوړېږي. اوس‌مهال یې ۴۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي. دغه کانال ۳،۶۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه هېوادوال به ترې ګټه اخلي.”
ښاغلي خپلواک دقیقاً ونه‌ویل چې د دغه کانال جوړولو چارې به کله بشپړېږي.
نجیبه سروری

Comments