نور: له تفاهم پرته ولایت نه پریږدم

comments 0

هندوکش – بلخ: د ولسمشر له لوري د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور نن د بلخ ولایت مقام په اداري مجلس کې د خبرو پرمهال ویلي چې اوس هم د بلخ والي دی.
عطامحمد نور وویل چې دی یواځې والي نه دی، بلکې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو یو طرف دی نو ځکه د ولسمشر یو طرفه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.
د بلخ پخواني والي زیاته کړه چې اوس هم له حکومت سره د مذاکراتو دراوزې پرانیستې دي او له تفاهم پرته په هېڅ صورت ولایت مقام نه پرېږدي.
هغه دا هم وویل چې حکومت د ده پر ضد توطیه روانه کړې وه، چې بریالۍ نه شوه.
عطا محمد نور د بلخ له نظامي او ملکي مسوولینو هم مننه کړې چې له ده یې ننګه کړې ده.
د هغه په وینا د ملي وحدت حکومت مشران د راتلونکو ټاکنو لپاره هڅه کوي چې دی له مخې لري کړي.
تر اوسه حکومت د عطامحمد نور د تازه اقدام او په اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments

Leave a Reply