نور بهرني ځواکونه د ناټو چوکاټ ته داخلیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې ډیر ژر به افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د چک، هنګري، پولنډ او سلواکیا هېوادونو تازه دمي ځواکونه په جگړه کې برخه واخلي.
د ناټو د دغه څلور غړو هېوادونو ځواکونه افغانستان ته له تگ مخکې پوځي تمرینات کوي.
د راپورونو له مخې، د چک جمهوريت، هنګري، پولنډ او سلواکیا لومړي وزیرانو د تیرې یکشنبې ورځ د پولنډ په مرکز وارسا کې د دغو پوځیانو د تمریناتو ننداره وکړه.
پولنډ هېواد ویلي، په تېرو شلو کلونو کې یې ثابته کړې چې دوی د ناټو با ارزښته غړي دي او متحدینو یې ښودلې چې په دوامداره توگه به د گډ امنیت تضمین کوي.
دا تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې دغه څلور هېوادونه د ناټو په سازمان کې د خپل غړیتوب کلیزه لمانځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments