نوروز حرام او ځانمرګي بریدونه مشروع دي:لیکوال:سیدمبارک شاه ديوبندي

comments 0

چیرته يو ملا، يو مفتي، يو طالب يو مسلمان را پيدا نشو چې ترهګري وغندي، د قتلونو کونکي ورټي او د وحشت د مخنيوي لپاره فتوا ورکړي خو په افغانستان کې په زرګونو له اسلامه بې خبره مفتیان شته چې  په هسې خبرو يي ځانونه بوخت ساتلي دي او پر ولس د روان وحشت په اړه چوپ دي.

په دې ورځو کې د نوروز  د نه لمانځلو او د ځينو له نظره د حرمت بحث بیا د تیرو کلونو په شان ځينې افراطي ډلو او څيرو را تود کړی دی، دوی د نوروز حرمت ته يو زیات شمېر دلایل پيدا کړي دي او تر ټولوغټ دلیل يي دادی چې دا خو پخوانيو زردشتیانو لمانځه نو اوس يي چې څوک لمانځي دا په اصل کې د اسلام ضد عمل دی.

له دوی دا پوښتنه کله هم نه ده شوې چې کوم صحابي ځانمرګی برید کړی، کوم پیغمبر ملکی وګړي په جومات، عبادت ځای، لویه لار،بازار او دفتر کې په شهادت رسولی دی؟ زردشتيانو په خپل وخت کې متمدن دین لاره د هغه وخت له دود سره سم د نوروز لمانځل يو ديني اصل نه بلکه ولسي او ټولنیز کار وو چې نن هم کيږي که موږ نوروز په زردشتيانو پورې تړو نو بیا خو د ملا نني وحشتونه هم د ابي لهب،ابرهه، نمرود، شداد او قارون له کړنو سرچینه اخلي.

عجيبه ده کله کله سړی هک پک شي چې په دې وطن کې فرايض، واجبات او سنت له خلکو هیر دي خو مذهبي پنډيټان او د نورو په اشارو خوځيدونکي روبوټان په مکروهاتو او مستحباتو پسې را لګيدلي دي او ټوله ورځ يي ولس په نه خبرو بوخت ساتلی دی.

د ملا او مفت کش مفتي له لاسه جوماتونه تش دي، بازارونه بې خونده دي،بې کاري په اوج کې ده، د فقر له لاسه په لويو ښارونو کې جرايم او غلاوې دومره ډيرې شوي دي چې حساب يي نشته، پټې او ښکاره فاحشه خانې د هوس له امله نه بلکه د مجبوریت له امله هره ورځ مخ په ډيريدو دي، د خدای په کور کې چاودنې کيږي، خلک پکې بندیان کيږي، لواطتونه پکې کيږي، په مدرسو کې  د درس او ديني زده کړو پر ځای د تنکيو ځوانانو پلور او پير روان دی خو موږ له دې سره سره چې ښه خبر يو د غټو ستونزو حل ته بلا وهلي يو او په نوروز يا وړو وړو خبرو کې مو پړي اچولي دي کله يي کښته کش کوو کله پورته.

همدا د نوروز د حرمت مفتيان له دې ښه خبر دي چې ترور حرام دی، قتل حرام دی، ځانمرګی بريدونه حرام دي، د نورو د خوشالۍ لپاره د خپل ورور وژل، کور يي ورانول او يا بل ظلم ورسره کول داسې حرام دي لکه څنګه چې له مور سره زنا حرامه ده او لکه څنګه چې شرک حرام او کبیره ګناه ده خو دوی دومره ډارن او عوام فريبه خلک دي چې له پوهې سره سره پر دې خبرو خولو نشي چوله کولای او لامل يي دادی چې يا خو له بل ځایه ورته معاش راځي او يا له دې ډاريږي چې څوک يي چیرته مردار نکړي.

ولس هم ګیله من دی ځکه دوی به خامخا له ځانه دا پوښتنه کوي چې ددې دنيوي ژوند د حرمت او مشروعيت مفتيان ولې د ژوند پر وړاندې د ولاړو خنډونو په اړه خولو نه چوله کوي؟ ولې د افغان ولس د نسل وژنې د مخنيوي لپاره غږ نه پورته کوي؟ ولې د افغان وطن د هوساينې او بساينې لپاره اسلامي دلایل نه پيدا کيږي او ولې د تعصب، کرکې،نفاق او مذهبي شرارت پر وړاندې ديني عالم، ملا او مفتي جبهه نه نيسي؟

که فکر کوئ چې اسلام او مکمل شوی دين یوازې پر دې را څرخي چې نوروز حرام دی، ملي سرود ته دريدل ګناه ده او خرتوب روا دی سهوه کوئ، سهوه څه چې دا د يو عظيم او مکمل دين اساساتو او اصولو ته سپکاوی دی، مخکې تر دې چې د تروريزم او وحشت مدافعين شئ په اسلام کې د ژوند ارزښت مطالعه کړئ او يا ددې آيت پر تفسير لږ فکر وکړئ چې الله تعالی فرمايي:« د انسان وژونکی د بشریت وژونکی دی او د انسان ژغورونکی د بشريت ژغورونکی دی».

په اسلام کې پر دې هم بحث شوی دی چې له میرمنې سره د کوروالي پر مهال د چرګ په شان عمل مه کوئ، په اسلام کې دا هم شته چې تور، سپين، برګ او شين مهم نه دي بلکه مهمه تقوا ده، په اسلام کې دا بحث هم شته چې جومات وران کړئ خو لاره جوړه کړئ، په اسلام کې دا هم شته چې د اسلام پيغمبر په مکه کې کفارو او مشرکينو دومره په تیږو و ویشت چې مبارکې پڼې يي له وينو ډکې شوې خو هغه مبارک د ښيرا پر ځای مشرکينو او کفارو ته له ربه د هدایت دعا وغوښته…. کله چې اسلام په دومره وړو وړو مسايلو مفصل بحث کړی دی او ننی طب يي ډيری موارد له طبي پلوه ثابت کړي دي دا څنګه شونې ده چې د افراطیت،تروريزم، وحشتونو، قتلونو او روانې بې ناموسئ په اړه دې بحث نه وي کړئ او يا دې پر دې ټينګار پکې نه وي شوی چې د مسلمه امت هوساينه، بساينه، اقتصادي وده، نظامي پياوړتیا او قوت تر بل هرڅه مهم دی.

کله چې په اسلام کې د ښه سړيتوب معیار تقوا وي نو څنګه هغه طالب ښه سړی دی چې د اسلام له اصولو نه وي خبر د څڼو او ږیرې په پريښودو زما بچي وژني، ځانمرګي بريدونه کا،په جومات کې ماينونه خښوي او سړکونه په بمونو الوزوي؟ دا پوښتنې آساسي ځواب غواړي او زه فکر نکوم د جمعیت اصلاح پاکستان پلوي مفتیان او يا په کوټه او وزیرستان کې د وحشت د پروژو قراردي طالبان دې منطقي ځواب ورکړای شي خو يو څوک باید پيدا شي چې دا پوښتنې ځواب کړي.

په اسلام کې په ښکاره ويل شوي دي چې جومات وران کړئ خو لارې جوړې کړئ خو برعکس د اسلام په نوم د اسلام داړونکي سپي« داعشيان،طالبان، حقاني شبکه، القاعد، جمعيت اصلاح، حزب التحرير» او د دوی فکري پلويان په لویو لارو کې مسافر له موټرو کښته کوي په لارو کې بمونه خښوي، په توره شپه د ملکی وګړو د سورلئ پر موټرد راکټ ډزې کوي، اختطافونه کوي، خلک بې کوره کوي، کروندې له منځه وړي او د فراه او نیمروز په شان د ایران د خوشالئ لپاره د ولس پر تباهئ وياړي….

اسلام له انسانه د ګاډۍ آس نه دی جوړ کړی بلکه اسلام د يو جامع دين په توګه انسان ته حق ورکړئ دی چې ژوند وکړي، خپل نظر ازادانه ووايي، د کال پيل او پای يي چې څنګه زړه وي ولمانځي.

هیله مې داده چې موږ ددې ټولنې پر سترو ستونزو فکر وکړو، ملا او ديني عالم تر سياستوال، قلموال، روڼ اندي، مدني فعال او….. دې ولس ته ځکه ډير مسول دی چې يو يي ځان د خدای استازی معرفي کړی دی او بل يي په دين کې د ولس د مداخلې او تشبث د مخنيوي لپاره ځان ته داسې پوښښ جوړ کړئ دی چې زموږ سمې خبرې غلطې بولی خو خپلې غلطې او ناوړه کړنې سمې.

راځئ اسلام د يو ټول منلي دين په توګه د طالب، داعشي، تحريري، اصلاحي او دې نورو له هندارې نه بلکه د انسانيت له هندارې مطالعه کړو او ډاډه يم چې دا مطالعه به موږ له ديني اشغال، روبټي افکارو او وحشت څخه وژغوري.

Comments