نورستان کې نا پیژنده وسله والو یو ډاکټر وژلی دی

comments 0

هندوکش – نورستان: نورستان کې امنیتي چارواکي وایې چې د نورستان واما ولسوالۍ کې نا پېژانده وسله والو یو ډاکټر وژلی دی.
والي حافظ عبدالقیوم پیښه تاییدوي او وايي، د واما ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسؤل ډاکټر ملنګ تېر ماښام وژل شوی دی.
والي زیاته کړې، سیمې ته يې پولیس لېږلي چې قاتل ونیسي او د قانون سره سمه سزا ورکړي.
ډاکټر ملنګ د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نورستان واما ولسوالۍ روغتیايي مرکز مسؤلیت یې په غاړه درلوده.
نورستان یو له هغو ولایتونو دی چې روغتیايي خدمتونه په کې په نشت حساب دي.
فرهاد شهراني

Comments