نورستان کې د ناموس پر سر نښته شوې

comments 0

هندوکش_  نورستان : د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ شخړه کې درې تنه وژل شوي او یوه نجلۍ ټپي ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي، پېښه نورګرام ولسوالۍ ننګراج سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي، چې دوه ورځي وړاندې یوه انجلي له خپل کوره بل کور ته تښتېدلي وه.

د والي په خبره، د انجلۍ کورنۍ پر هغه کور چاپه وهلي او دري تنه یې وژلي دي او یوه انجلۍ ټپي شوي ده.

والي وایې د پېښي په تړاو پولیسو دوه تنه نیولي، چې اوس تري پلټني رواني دي.

عمران احمد زی

Comments