نورستان: پارون کې د نیمه لوړو زده کړو لپاره ودانۍ جوړیږي

comments 0

هندوکش – نورستان: د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، مرکز پارون کې د څه د پاسه ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د حسابدارۍ نیمه لوړو زده کړو لپاره ودانۍ جوړیږي.
ودانۍ د ښار جوړونې وزارت له لوري په دوه پوړونو کې جوړیږي چې ۱۶ درسي خونې به ولري او یو کال کې به یې کارونه بشپړ شي.
ددې ودانۍ له جوړیدو وروسته به هغه ستونزې چې دحسابدارۍ زده کړیالانو لرلې ختمې شي او دزده کړې لپاره به ورته مناسب چاپېریال برابر شي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply