نوراحمد لکڼوال په بېګ بش کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شمېرل شوی

comments 0

هندوکش ـ کابل: د اسټرالیا د بیګ بش د کرکټ د تجارتي سیالیو لسم پړاو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مې په اسټرالیا کې پیل شوې.
دا ځل پدې سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي په بیلا بیلو لوبډلو کې لوبه کوي چې یو یې تنکی ځوان نور احمد لکڼوال دی.
لکڼوال ایله ۱۵ کلن دی او د بیګ بش د سیالیو په تاریخ کې لومړنی د کم عمر لوبغاړی دی چې پدې سیالیو کې لوبه کوي.
نور احمد لکڼوال په کیڼ لاس ورو توپ اچونکی دی.
هغه د ملبورن په لوبډله کې دی چې د افغانستان بل ورو توپ اچونکی او په نړۍ کې د شلو اورونو تر ټولو غوره آلرونډر محمد نبي هم ورسره دی.
نور احمد لکڼوال د بیګ بش د سږ کال په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ وکړله. هغه په ۴ اورونو کې د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه او ۲۷ نمرې یې ورکړلې.
لکڼوال پخپلې یوې مرکې کې ویلي چې د نړۍ تر ټولو “بختور” لوبغاړی دی چې د بیګ بش سیالیو کې اخیستل شوی.
هغه پدې مرکې کې ویلي چې ارمان یې د کرکټ په ټولو فارمټونو (ټیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو) سیالیو کي د افغانستان لپاره لوبه کول دي.
د افغانستان دې ځوان لوبغاړي تر اوسه د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د مس عینک اتلانو لپاره لوبه کړې او لومړی ځل دی چې د بهرني هیواد په تجارتي لیګ کې لوبه کوي.
نور احمد لکڼوال د کرابین د غوره لیګ په سیالیو کې هم اخیستل شوی و خو د ویزې د ستونزې له وجې یې ونشو کړی چې پدې سیالیو کې برخه واخلي.
لکڼوال د نړیوال جام تر څنګ د آسیا جام د نولس کلنو نه د کم عمره لوبغاړو په سیالیو کې هم افغانستان لپاره لوبه کړې.
د نور احمد لکڼوال سر بیره، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان او مجیب الرحمان د اسټرالیا د بیګ بش د سږ کال په سیالیو کې برخه لري.
عبید رادپور

Comments