نواز شریف د پاکستان په ترهګرۍ اعتراف وکړ

comments 0

10 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان مخکیني لومړي وزیر ومنله چې په هند کې د ۲۰۰۸ کال بریدونه پاکستان کړي دي.
نواز شریف له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې دا منلې ده چې د ممبۍ په تاج هوټل کې بریدونو تر شا د لشکر طیبه لاس وو او پاکستان د دغې ډلې ملاتړی دی.
شریف ویلي همدا لاملونه دي چې نړيواله ټولنه پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورونوي.
هند له ۲۰۰۸ کال راهیسې په وار وار ادعا کړې چې دغه بریدونه پاکستان کړي دي.
نواز شریف وروسته له هغې دا خبرې وکړې چې تیر کال په مالي فساد کې د تورونو په خاطر له دندې استعفا ته اړ کړی شو.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments