نن شنبه په ټول افغانستان کې دولتي او غیرې دولتي ښوونځي په حضوري ډول پیل شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د پوهنې وزارت خبر ورکوي، چې د روغتیا وزارت د سپارښتنې پر اساس په دولتي او غیرې دولتي ښوونځیو کې د ځینو ځانګړو ټولګیو حضوري زده کړې پیل شوې.
د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت پرون جمعه رسنیو ته وویل، “د ښوونځیو د بیاپیلېدو له لارښود سره سم د دولتي ښوونځیو یوولسم او دوولسم ټولګي پیلېږي خو خصوصي ښوونځي له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې خپل درسونه په حضوري ډول پیلوي.”
د پوهنې وزارت ویانده وايي، د پاتې ټولګیو د حضوري تدریس د پیل په اړه د روغتیا وزارت لارښوونو ته په تمه دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف په غويي/ ثور میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله ۹ ملیونه او ۵۰۰ زره ماشومان له زده کړو لیرې پاتې دي.
عبید رادپور

Comments