نن سه شنبې د افغانستان فوتبال ملي لوبډله ویتنام سره لوبیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د فوتبال فدراسیون مسوولین وايي چې افغان فوتبال لولډله نن سې شنبه د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې د هغه هېواد د فوټبال له ملي ټیم سره سیالي لري.
د فوتبال فدراسیون مسوولینو په وینا که چیرې افغان فوتبال ملي لوبډله دغه سیالۍ وګتي نو د آسیا فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې ګدون ته لاره هواروې شي.
په دې اړه بیا د ملي ټیم روزونکي ویلي چې نننۍ مسابقه برخلیک ټاکونکې ده، ځکه له ویتنام سره په نننۍ مسابقه کې مساوي کېدل هم د اسیاد اتلولۍ جام په سیالیو کې د افغانستان د ګډون امکان له منځه وړي.
نننۍ مسابقه به د ویتنام په ماي دین سټډیوم کې ۴ بجی او ډیرش دقیقي پیل شي.
تاکل شوې چې د لوبې ګتوونکې تیم به د آسیا د اتلولۍ جام سیالیو ته لار پیدا کوي.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply