نن د پښتون ژغورنې غورځنګ د عارف وزیر د وژنې پرضد مظاهرې کوي

comments 0

هندوکش ــ پښتونخوا: پښتون ژغورنې غورځنګ د سردار عارف وزیر د وژنې پرضد نن د پاکستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه کوي.
د غورځنګ مخکښ محسن داوړ د غورځنګ پر غړو غږ کوي چې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره ورکړل شوې لارښوونې په پام کې ونیسي‌ او خپل پېغام نړۍ ته وړاندې کړي.
ده وویل ، ” زموږ اصل پېغام نړۍ ته دا پېغام رسول دي چې دا څنګه وشو او چا وکړل او څنګه زموږ ریاست د دې ترهګرو ملاتړ کوي ، هغوي‌ ته وسلې ورکوي‌ او د هغوي‌ ساتنه کوي. زموږ تحریک پرامن تحریک دی او پر عدم تشدد ولاړ یو او یوازېنۍ وسله مو احتجاج دی.”
محسن داوړ وویل چې دوي‌ به په وژل کېدو او بندي کېدو له خپل هدف څخه پرشا نه شي او تر هغه وخته به مبارزه کوي تر څو چې یې د ده په وینا ، د پښتنو پر وطن امن نه وي راوستلی.
پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې د پښتنو پر خاوره د شوې او روانې ترهګرۍ ترشا د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې دي خو د پاکستان حکومت او پوځ دا تور په کلکه ردوي او وايي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو هیوادونو پر ایجنډا کار کوي.
فروزان سیرت

Comments