نن افغان کرکټ لوبډله آیرلند سره دوهمه سیالی ترسره کوي

comments 0

هندوکش – کابل: کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له ايرلينډ سره دوهمه شل اوریزه سیالي ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د فبرورۍ په درویشتمه د ايرلينډ کرکټ له لوبډلې سره دوهمه سیالي لري.
افغانستان او ايرلينډ د ټي ۲۰ یا شل اوره کرکټ دا سیالۍ په هند کې کوي.
لومړۍ سیالي د پنجشنبې په ورځ وه چې افغانستان په پنځو وایکټو وګټله.
د افغانستان او ایرلينډ سیالي نن د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیلېږي.
دا لړۍ به د مارچ تر پنځلسمې دوام وکړی.
آرش احساس

Comments