ننګرهای کې د بې پیلوته الوتکو په برید کی ۲۲ وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د بې پیلوته الوتکو په هوایي برید کې د ننګرهار په لعلپور او نازیانو کې ۱۵ داعشیان او اوه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
عطاالله خوږیاڼی د ننګرهار د والي ویاند وویل، د لعلپورې ولسوالې په بېله سیمه کې تېره شپه په ځانګړیو عملیاتو کې اووه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
هغه همدار راز زیاته کړه، تېره شپه د نازیانو ولسوالۍ په سپینه ژۍ سیمه کې د بې پیلوته الوتکې پر برید د حیدر اورکزي د ډلې ۱۵ داعشیان وژل شوي او قرارګاه یې له منځه وړل شوې ده.
یاده دي وي چې اوسمهال د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې پاکستاني طالبان غواړي خپل شتون پراخ کړي خو افغاني طالبانو تر وړاندې یې سخت دریځ نیولي او وایې چې مونږ نه پریږدو بهرني خپلو اهدافو لپاره له افغانستان ګته پورته کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply