ننګرهار: ۸۰ کیلو نشه‌يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولایت مقام وايي، په دې ولایت کې ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال آباد ښار، درونټې او سرخرود ولسوالیو په اړوند سیمو کې ۷۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله او ۸۰۰ قرصه ټابلېټ کا نیول شوي.

خوږیاڼي وايي، د یادو نشه يي توکو په تړاو درې تنه له یو شمېر سپکو او درنو وسلو او دوه عراده موټرو سره نیول شوي دي.

له دې سره د کابل ښار د څرخي پله د دروازې د پلټنو په ترڅ کې یو تن له ۲۳۰ ګرامو نشه يي توکو سره نیول شوی دی.

فرهاد شهراني

Comments