ننګرهار: ۱۱ کسان د جرمونو په تور نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، په جلال اباد ښآر، غني خیلو او چپرهار ولسوالیو کې یې ۱۱ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي او تر پوښتنو لاندې دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د چپرهار ولسوالۍ حافظانو سیمه کې یې څلور تنه د ماین خښوونکو په تور او یو بل شکمن کس نیولي دي.
د مطبوعاتي دفترمسوول حضرت حسین مشرقیوال وايي، غني خیلو کې یې د نشه یي توکو یو پرچون پلورونکی نیولی دی.
د مشرقیوال په خبره په جلال اباد ښار کې بیا پولیس توانیدلي چې د غلا او قتل په تور ۵ کسان له بیلابیلو سیمو ونیسي. د پولیسو په خبره، نیول شوي کسان اوس په نظارت خونو کې تر پوښتنو لاندې دي او قانوني چلند به ورسره وشي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply