ننګرهار: یو امریکایي سرتېری وژل شوی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې د عملیاتو په مهال یو امریکایي سرتیری وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن تائید کړې چې د داعش په برید کې یې یو امریکایي سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی.
د امریکا پوځ ویلي چې د جګړې په مهال څو افغانستان سرتیري هم وژل شوي خو کره شمیره یې نه ده ښودلې.
د امریکا پوځ د پېښې اصلي ځای او وخت نه دی په ډاګه کړی.
دا پېښه داسې مهال کیږي چې تېره ورځ کندهار کې د رومانیي سرتېرو په ګزمه ځانمرګي برید کې اتو رومانیي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.
فرهاد شهرانی

Comments