ننګرهار کې ۶۱ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

comments 0

هندوکش ـــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې ۶۱ کیلوګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
یاد نشه يي توکي په سرخرود ولسوالۍ او د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې ترلاسه شوي دي.
د دې قضیې په تړاو څلور تنه نیول شوي او د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
فرهاد شهراني

Comments