ننګرهار کې ۵ داعشیان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د هسکې مینې او اچین ولسوالیو په مربوطاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې درې او د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وژل شوي .
خوږیاڼي وايي، د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو سیمې په مربوطاتو کې داعش وسله والو غوښتل،چې د تخریبي کړنو په موخه ماین ځآی پر ځای کړی،چې پرې خپل ماین چاودنه کړې او له امله یې درې داعشیان وژل شوي دي.
د خویاڼي په خبره، همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ د اوغز درې په مربوطاتو کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply