ننګرهار کې ۵تنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ درګي سیمه کې د ماین چاودنې له امله ۵تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په نوموړې چاودنه کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳تنه نور ټپیان شوي دي.
په وژل شويو وسله والو طالبانو کې اصيل الدين او اسدالله او په ټپيانو کې منصور، شکور او ملا تور شامل دي.
طالبانو د یادې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments