ننګرهار کې ۴تنه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهارولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو دسرې قطعې ۴تنه غړي وژل شوي دي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۴ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالب وسلوالو په دې اړه تراوسه څه نه دی ویلي.
فرهاد شهراني

Comments