ننګرهار کې ۳۶ ګیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: دننګرهار ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پرضد د مبارزې موظفینو د یولړ اوپراتیفي معلوماتو په اساس ۳۶ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي.
چارواکي وايي، چې نیول شوي ۳۶ ګرامه نشه یی توکي په یوه کرولا ډوله موټر کې په ډیر ماهرانه ډول ځاي پرځای شوي وو.
چارواکو ویلي ، چې د یادو نشه یي توکو په تړاو یو تن نیول شوی او په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.
فرهاد شهراني

Comments