ننګرهار کې ۳تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي،چې د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ مملې سیمه کې تیره شپه وسلوالو طالبانو غوښتل د تخریبي کړنو په هدف ماین ځای پرځای کړي، چې په ترڅ کې ماین چاودنه کړې او په پایله کې د احسان الله په نوم طالب وسلوال وژل شوی او د حکمت الله او ولي الله په نوم طالب وسلوال ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، طالبان دسولې شوې هوکړې ته درناوی نه لري او د تل په څیر یې په داسې تخریبي کړنو لاس پورې کړی دی.
فرهاد شهراني

Comments