ننګرهار کې ۳تنه له نشه یې توکو او وسلو سره یو ځای نیولي دي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې تیره ورځ افغان ځواکونو د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې ۳تنه له نشه یي توکو، وسلو او مهماتو سره یو ځای موخې ته د رسیدو وړاندې د تلاشۍ پرمهال نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي نشه یي توکي، وسلې او مهمات په یوه کرولا موټر کې ځای پرځای شوي وو.
فرهاد شهراني

Comments